د چين د بشري سرچينې او ټولنيز تضمين وزارت خبر ورکړ، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د دغه هېواد په ښارونو او ښارګوټو کې ۱۱ ميليونو او ۹۸۰ زرو نويو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او د استخدام وضعيت يې عموماً ثابت ساتل شوی دی.
د معلوماتو له مخې د روان کال تر نومبر پورې په چين کې د تقاعد اساسي بيمې، د بې روزګارۍ بيمې او د دندو په بهیر کې د کارمندانو د ټپي کېدو یا ناروغېدو لپاره بيمې کې د برخه اخيستونکو شمېر په جلاجلا توګه يو میليارډ او ۷۶ ميليونو ، ۲۴۶ ميليونو او ۳۰۴ ميليونو تنو ته رسېدلی دی.































