پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغان حکومت مذاکراتي ټیم به د مېرمنو پر حقوقو هېڅ ډول معاملې ته تیار نه شي. حامد کرزي له بلومبرګ سره په وروستۍ مرکه کې په سوله کې وروستیو پرمختګونو ته هیله مندي ښودلې او په خبره یې په تمه دی چې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي. دده په وینا افغان مذاکراتي پلاوی د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او دوی به هېڅ وخت په مذاکراتو کې داسې څه ته اجازه ور نه کړي چې د شاتګ سبب شي. هغه د مېرمنو د زده کړو پر حق غږېدلی او په وینا یې اجازه نه ورکوي چې له افغان نجونو د تعلیم او زده کړو حق واخیستل شي او ددوی لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي. پخواني ولسمشر دغه راز پر دواړو لورو غږ کړی چې په پوره حوصله مندۍ مذاکراتو ته ادامه ورکړي او د بهرنیانو له مداخلې پرته دې په هېواد کې د اوږدې جګړې د پای لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
































