د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) له افغانستان سره د جنوبي کوریا د ۵ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړی دی. ډبلیو ایف پي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې دا مالي مرسته به هغو بېوزلو کورنیو ته چې، نه پوهېږي د بل وخت خواړه له کومه کړي، د دوی لپاره د میندو ملاتړ د مقوي غذا، د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو او نورو بشري چارو کې ولګوي. په بیان کې د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا د سفارت د شارژ دافیر مون سونګ هوان له قوله ویل راغلي، چې نوموړی وايي ژمی رارسېدلی دی خو په افغانستان کې خلک کار او خواړه نه لري او کورنۍ حیرانې دي، چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه چمتو کړي که د سوند توکي. د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز وایي،چې جنوبي کوریا به په دې مرسته هغو نژدې ۳۷ زره بېوزلو افغانانو ته چې له غذایي ناامنۍ سره مخ دي، د اوړو او نباتي غوړیو په ګډون ۲۰۰۰ ټنه خواړه برابر کړي.
































