د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته ځي. د راپورونو له مخې هغه به نن له دوحې اسلام اباد ته لاړ شي څو له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر روانو خبرو بحثونه ولري. هغه به همدا راز له پاکستان وغواړي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي او تر څنګ یې طالبان اوربند او د تاوتریخوالي کموالي ته وهڅوي. په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. خلیلزاد په دوحه کې له خبریالانو سره ویلي چې بین الافغاني مذاکرات د افغانانو لپاره تر ټولو ښه زېری دی او تمه لري چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
































