په ۲۰ ولایتونو کې د ماشومانو د فلج یا پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شوی دی. د عامې روغتیا وزارت وایي په کمپاین کې به پر څه باندې شپږ میلیونو افغان ماشومانو چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي واکسین ووېشل شي. دغه کمپاین د کرونا ویروس د خورېدو له کبله د څو میاشتو لپاره ځنډېدلی و چې له امله یې د پولیو تر څلوېښتو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د پېښو د لا ډېرېدو وېره یې پارولې ده. د عامې روغتیا وزارت وایي دا کمپاین به د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي.
































