۲۰۲۴م کال کې ټوله نړۍ د پيچلي بدلون په حال کې وه او خورا زياتې پېښې پکې رامنځته شوې دي.
په دغې ليکنې کې د ۲۰۲۴م کال لویو پېښو ته کتنه شوې ده.
لومړی، د چين دولت رئيس شی جين پينګ په ۲۰۲۴ کال کې د برېکس هېوادونو د مشرانو د ۱۶مې غونډې، د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د ۳۱مې غير رسمي ناستې، د شلو هېوادونو ډلې مشرانو د ۱۹مې سرمشريزې او د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا د ۲۴مې غونډې په شمول څو مهمو نړيوالو غونډو کې ګډون کړی، له فرانسې، سربيا، هنګري، قزاقستان، تاجکستان، پېرو او برازيل څخه يې رسمي ليدنې کړي او د چين او افريقا همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې کوربتوب يې کړی دی.

دوهم، په ۲۰۲۴م کال کې د فلسطين او اسرائيل سختې شخړې د سيمه ييزو حالاتو د ترينګلتيا سبب ګرځيدلي او په سوريه کې د بشار الاسد قدرت ړنګ شوی دی.
د فلسطين او اسرائيل پر روانې شخړې څه باندې يو کال تېر شوی دی. اسرائيلي ځواکونو د حماس د دوو دورو مشران په وار سره په بريدونو کې ووژل.
امريکا له يو کال راهيسې د اسرائيل تر څنګ ټينګه ولاړ ده او په امنيت شورا کې يې څو ځلې د غزې اوربند مسودې ته مخالفې رايې ورکړې دي.
اسرائيل او ايران د ۲۰۲۴م کال په درشل کې څو ځلې یو پر بل بريدونه کړي دي.
اسرائيلو په لبنان کې د پېجرونو یا مخابراتي وسائلو چاودنې وکړې، د حزب الله مشر نصرالله يې وواژه، د لبنان په جنوب کې يې په ځمکنيو پوځي عملياتو لاس پورې کړ او په يمن کې يې له حوثيانو سره هم تېزې جګړې کړې دي.
د همدې کال په ډسمبر کې د سوريې د وخت ولسمشر بشار الاسد خپله څوکۍ پرېښوده او د محمد البشير په مشرۍ د تحریرالشام په نوم وسله واله ډله واک ته ورسېده.
درېيم، د ۲۰۲۴م کال تر پايه د روسيې او اوکراين ترمنځ پر روان جنګ له زرو ورځې واوښتې او لاهم دواړه خواوې د سوله ييزو خبرو اترو په اړه ستر توپيرونه لري.
روسيه پر دې ټينګار لري، چې سوله ييز تړون باید د اوسنيو حالاتو پر بنا رامنځته شي، خو اوکراين بیا په سرحدي مسئلې کې هر ډول جوړجاړی رد کړی او د ناټو د غړيتوب لپاره یې هم خپلې هڅې نه دي درولي.

څلورم، د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا د امريکا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې.
اوسمهال په امريکا کې د سياسي قطبيز او د ټولنې د پاشل کېدو حالت بې ساری سخت شوی دی. د دغه هېواد دوو لویو ګوندونو د مهاجرت، د وسلو کنټرول او اقليمي بدلون په شمول څو برخو کې توپيري دريځونه ساتلي دي.
پنځم، د اروپايي اقتصاد بيا سمسورتيا کمزورې شوې او سياسي حالت يې هم مخ په پاشل کېدو ښکاري.
د فرانسې مرکزي بانک اټکل کړی، چې د دغه هېواد اقتصاد ښايي په ۲۰۲۴ کال کې يوازې ۱.۱ سلنه زياتوالی ومومي. د جرمني مرکزي بانک په همدې کال کې ۰.۲ سلنه د دغه هېواد د اقتصاد د کموالي اټکل کړی دی. دغه راز د برېتانيې اقتصاد د ۲۰۲۴ کال په درېيمه ربع کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

شپږم، چين د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د اينجن رول لوبوي.
د چين اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې عموماً ثابت، مثبت او باکيفيته پرمختګ موندلی او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ عمده موخې یې پوره کړې دي. چين اوس هم د نړيوال اقتصادي زياتوالي عمده اينجن دی او پياوړی سختوالی او ستره بالقوه وړتيا لري.
اووم، په ۲۰۲۴م کال کې د مصنوعي ځيرکتيا اړوندې ټکنالوژۍ چټک پرمختګ موندلی او نړيوالې ټولنې د همدغه ډول ټکنالوژۍ ادارې او څار ته پام اړولی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د چين په وړانديز د مصنوعي ځيرکتيا د وړتيا د ښېرازۍ په اړه د نړيوالو همکاريو مسوده تصويب کړې ده.
اتم، د کوريا جمهوريت پارلمان د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په ۱۴مې نېټې د رايګيرۍ له لارې د ولسمشر يون سيوک يول د استيضاح مسوده منظور کړه او نوموړی د دغه هېواد په تاريخ کې درييم استيضاح شوی ولسمشر ګرځېدلی دی.

نهم، ۲۰۲۴م کال په تاريخ کې تر ټولو ګرم کال و.
په دې کال کې نړۍ کې کله نا کله سخت طبیعي ناورينونه رامنځته شوي دي. د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹مه غونډه د همدې کال د نومبر په ۲۴مې نېټې د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې پای ته ورسېده او مختلفې خواوې د اړوندو پانګو د راغونډولو مشخصو موخو او د پاريس تړون د ۶مې مادې د جزيياتو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

لسم، د چين ملي سپورټي پلاوي په پاريس کې د اولمپيک د ۳۳مې دورې په دوبنيو لوبو کې ۴۰ طلايي، ۲۷ نقره يي او ۲۴ برونزي مډالونه ګټلي دي.































