د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر لپاره د مسافرينو د ليږد راليږد په اړه د چين له کاري غونډې څخه معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر لپاره به د مسافرينو د تګ راتګ جريان د جنورۍ له ۱۴مې نېټې څخه پيل شي او د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه به پای ته ورسيږي، چې ۴۰ ورځې به دوام ولري. د اټکل له مخې، په دې موده کې به په چين کې د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د وګړو د تګ راتګ شمېر او د اورګاډيو او الوتکو له لارې د مسافرينو د ليږد راليږد شمېرونه ښايي د تاريخي ريکارډونو په پرتله لوړ شي.
اټکل کيږي، چې په دغو ۴۰ ورځو کې به چينايان د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو ترمنځ ۹ ميليارډ ځلې تګ راتګ وکړي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ به جوړ کړي. په ورته مهال د اورګاډيو او الوتکو له لارې د مسافرينو د ليږد راليږد شمېرونه ښايي په جلا جلا توګه له ۵۱۰ ميليونو ځلو او ۹۰ ميليونو ځلو څخه اوښتي وي او د تېر کال د ريکاډ په پرتله لا لوړ وي.































