د ایران د خراسان ولایت ځایي چارواکو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ګډو بازارونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د بېرجند ځانګړي اقتصادي زون اجرايي مشر حسین زارعي په یاده سیمه کې د ګډو پروګرامونو د جوړېدو او هلته د افغان سوداګرو پر حضور ټينګار کړی دی. نوموړي له افغانستان سره د سویلي خراسان په پوله کې د ظرفیتونو شتون ته په اشارې ویلي چې د ګډو پروژو بشپړول دوامداره څار ته اړتیا لري. د هغه په خبره، دمګړۍ یوازې ماهیرود سرحد فعال دی او نور بازارونو د افغانستان له لوري تړل شوي دي. زارعي زياته کړه چې د افغانستان او جنوبي خراسان ولایت د نږدېوالي له امله افغان سوداګر د پانګونې راجلبولو لپاره کارېدلی شي. دغه ایرانی چارواکی ټينګار کړی چې د جنوبی خراسان پولې زیاتره زیربناوې بشپړې دي او افغانستان ته د ګازو نللیکې د لېږد په څېر پروژې پلي کېدای شي.
































