په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) د بېړني وضعیت مشره پاولین اېلوف په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې سږکال د بودجې د کمښت له امله تر ۷ مېلیونو ډېر کسان له بشري مرستو بې برخې کېږي. هغې ویلي، په افغانستان کې ژمی سخت دی او د څو میاشتو لپاره د سختو واورو له امله د ډېرو مرستندویه بنسټونو فعالیتونه ټکني کېږي. نوموړې د افغانستان له یوې لرې پرتې سیمې راپور ورکوي او وایي، د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې خورا زیان منونکې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د اړتیا وړ خواړه لري، اړمنو خلکو ته کافي خواړه ورکوي چې سخت ژمی پرې تېر کړي. هغې زیاته کړې، چې د دغو مرستو پرته کورنۍ یو ناشونی انتخاب لري چې ماشومان ماړه کړي او که کور ورته ګرم کړي. د اېلوف په خبره، سږ کال د بودجې د کمښت له امله له ټولو اړمنو کسانو سره مرسته نه شي کولای. د راپورونو له مخې، د افغانستان د خلکو يو پر درېیمه برخه یعنې ۱۵ مېلیونه خلک په روان ژمي کې خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري.
































