له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت جوړېدو هوکړې له مخې نن ولسمشر غني په رسمي توګه د عبدالله برخه نوماند وزیران خپلو دندو ته معرفي کړي دي. ولسمشر غني په چهار چنار ماڼۍ کې د یادو وزیرانو د معرفي په مراسمو کې دې ته په اشارې چې د افغان دولت د رهبرۍ ډله مطلق متحده، ژمنه او همفکره ده ویلي، دا خبره چې څوک له کوم ځای او ادرس څخه راغلي دي پایته ورسېده. نوموړي زیاته کړې، تر دې وروسته د هر وزیر کار د رهبرۍ ټیم سره دی نو خلکو ته خدمت او ځواب ویل یې باید په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري. د یادونې ده چې د ولسمشر د فرمان له مخې، فضل احمد معنوي د عدلیې، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ، محب الله صمیم د سرحدونو، بشیر احمد تهینج د کار او ټولنیزو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو، انوارالحق احدي د کرنې، معصومه خاوري د مخابراتو، عباس بصیر د لوړو زده کړو، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت نوماند او سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.
































