د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمنې يې پنګ لي يوان د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امريکا د واشنګټن ايالت د منځنيو ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو استازو ته د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ کارت ورکړ.
تر دې مخکې د امریکا د واشنګټن ايالت د منځنيو ښوونځيو د ښوونکو او زده کوونکو استازو د چین د دولت رئیس شي جين پينګ او د ده مېرمنې او ټولو چینایانو ته د نوي کال د مبارکۍ کارت ورکړ او څه د پاسه ۱۰۰ ښوونکو او زده کوونکو په دغه کارت کې خپل نومونه لیکلي وو.
شي جین پينګ او مېرمنې يې په خپل کارت کې یادو استازو ته وویل، ۲۰۲۵م کال د جاپاني تیري په وړاندې د چینایانو مقاومت او د فاشیزم ضد نړیوال جنګ د برياليتوب له ٨٠مې کليزې سره برابر دی. چین او امریکا د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د سولې او عدالت په موخه جګړې کړې او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي د مبارزې له ازموينې څخه وتلې ده. هغوی هيله وښوده چې زيات امريکايي تنکي ځوانان د دواړو هېوادونو ترمنځ د هغه برنامې له مخې چين ته راشي څو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی، د عنعنوي دوستۍ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ او د نړیوالې سولې لپاره خدمتونه وکړي.
د يادې برنامې له مخې، چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۵۰ زره امريکايي تنکي ځوان د زده کړې لپاره راوبولي.































