د چين د رېل پټلۍ ملي شرکت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې په دغه هېواد کې د اورګاډو له لارې د ليږدول شوو مسافرينو شمېر ۴ ميليارډو او ۸۰ ميليونو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۱۰ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي. په يوه ورځ کې د اورګاډو له لارې د ليږدول شوو مسافرينو شمېر ۲۱ ميليونو او ۴۴۸ زرو ته رسېدلی دی، چې دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو لوړ دی.
































