چین وانواتو ته پر ځايي وخت د جنورۍ په دویمه نېټه ۳۵ ټنه توکي د مرستې په توګه ورکړل او دغه هېواد ته ورسېدل.
د وانواتو صدراعظم سالوي او په دغه هېواد کې د چين سفير لي مينګ ګانګ د وانواتو په هوايي ډګر کې د دې توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ۲۰۲۴م کال د دسمبر په ۱۷مه نېټه د جنوبي ارام سمندر ټاپو هیواد وانواتو ته نږدې په سمندر کې ۷ اعشاریه ۳ درجه زلزله وشوه. راپورونه وايي چې د دغه هېواد په پلازمېنه پورټ ویلا کې د زلزلې قوي ټکانونه احساس شوي او له امله يې ځینې ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې.
































