د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ لومړۍ نېټې په رخصتۍ کې د چین په ډېرو ځایونو کې د بهرنیو سیلانیانو د لومړۍ ډلې هرکلی وشو.
د کوریا جمهوریت څه باندې ۳۰۰ تنه سیلانیان د جنورۍ په لومړۍ نېټه په بېړۍ کې د چین شان دونګ ولایت یان تای ښار ته ورسېدل. دغه راز د ټایلنډي سیلانیانو ۲۶ کسیزه ډله د جه جیانګ ولایت وو جن ولسوالۍ ته تللې.
د شانګهای ګمرکي ادارې شمېرې ښيي، په ۲۰۲۴ کال کې د شانګهای بندر له لارې د کسانو د وتلو او ننوتلو شمېر ۳۶ میلیونه، ۴۷۳ زرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۳ کال په نسبت ۹۵ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې حجم کې ۳۵ میلیونو ۹۹ زرو کسانو هوايي سفرونه غوره کړي او ۱ میلیون، ۳۷۴ زرو کسانو په بېړیو کې سفرونه کړل.
































