د چين د دولتي شورا غړي او د نشه يي توکو ضد د ملي کمېټې منشي وانګ شياو هونګ د جنورۍ په ۷مه نېټه په بلنې سره د امريکې د سپينې ماڼۍ د نشه يي توکو ضد د ملي تګلارو دفتر له مشر راهول ګوپټا سره ويډيويي خبرې وکړې.
وانګ شياو هونګ وويل، چې د چين او امريکا د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې په تېر يو کال کې د نشه يي توکو ضد چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ فعال پرمختګ کړی. دواړه خواوې بايد د سمې ستراتيژيکې پيژندنې، مساواتو، د ډيالوګ او همکاريو پر بنسټ د نشه يي توکو د مخنيوي او د قانون عملي کولو په چارو کې همکارۍ ثابته او پياوړې کړي. هغه هيله څرګنده کړه، چې امريکا د همکاريو لا زيات صميميت ولري او د چين اندېښنو ته په درنه سترګه وګوري.
دواړو خواوو د نشه يي توګو ضد ساحه کې د همکاریو پر دوام موافقه کړې ده.































