د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېسيون د جنورۍ په ۹مه نېټه په يوه غونډه کې د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې، دولتي شورا، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ ګوندي ډلو او د مرکزي کمېټې د سکريتريت کاري راپورونه واورېدل. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه غونډې مشري وکړه او پکې يې وينا وکړه.
په دغه غونډه کې ويل شوي، چې روان کال د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق وروستی کال او د اصلاحاتو د هراړخيز ژوروالي مهم کال دی. د نوموړو ملي ادارو د ګوندي ډلود نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې تر لارښوونې لاندې د ګوند د شلم ملي کانګرېس، د شلمې مرکزي کمېټې د دوهمې او درېيمې عمومي غونډې اصول په پوره توګه عملي کړي، د مرکزي کمېټې بېلا بېلې پرېکړې او ترتيبات يې تطبيق کړي او د چيني شکله عصري کېدو په نوي مزل کې يې نوي مسووليتونه او دندې پر غاړه اخيستې او د دې د عملي کېدو لپاره يې ګامونه پورته کړي دي.































