د چين د قانوني ټولنې نهم ملي کانګرس د جنورۍ په لسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ دغه کانګرس ته د يوه پيغام په استولو سره د هېواد قانوني پوهانو او کارکوونکو ته نېکې هيلې ويلې او د يادې ټولنې د بېلا بېلو چارو د لا ښه والي لپاره يې خپله هیله څرګنده کړه.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د بېلا بېلو کچو قانوني ټولنې بايد چيني ځانګړتیا لرونکي سوسياليزم ته غاړه کېږدي، د قانوني څېړنو جدي دنده پر غاړه واخلي، د قانوني چارو د عملي کولو لپاره خدمت وکړي، قانوني تبلیغات پياوړي کړي او د قانوني استعدادونو روزنه په ښه توګه تر سره کړي.































