د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د څېړنې مرکز د پرانيستلو مراسم د جنورۍ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شول. د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې له چين څخه سرچينه اخلي، د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره دغه نظريې وړاندې کړې او د دې نظريې د عملي کېدو لپاره يې پر څلورو ټکو ټينګار کړی، چې بېلابېل هېوادونه دې يو د بل درناوی وکړي، يو بل ته دې په مساوي توګه وګوري، د ګډو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ وکړي او ګډ پرمختګ دې وکړي، ګډ، همکاريز او دواملرونکی امنيت دې رامنځته شي، مختلف تمدنونه دې په ګډه شته وي او يو له بل سره دې تګ راتګ وکړي.

اوسنۍ نړۍ د سلو کلونو لپاره له بي ساري بدلونونو سره مخ ده او نړۍ د سختو بدلونونو په پړاو کې ده، د بېلابېلو هېوادونو تر منځ اړيکې او تماسونه ورځ په ورځ په زياتېدو دي، خو لا هم له ګڼ شمېر ګډو ننګونو سره مخ دي. په ځانګړې توګه د نړيوال اقتصاد د پېچلو موضوعاتو او نړيوالو مسئلو په وړاندې هر يو هېواد ورسره تړاو لري.
د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې دا دي، چې د هر هېواد راتلونکی او برخليک تړي او د همکاريو له لارې ګډې ګټې تر لاسه کولی شي. د دغې نظريې وړاندې کول د مختلفو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ سمه لاره ښودلې ده او د نړيوالې ټولنې ګډه هیله يې راپورته کړې. د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې په لارښوونه چين د متقابل درناوي، عدالت او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو په هکله د ډيپلوماتيک تګ راتګ لاره هواره کړه.
تر اوسه پورې په لسګونو هېوادونو او سيمو له چين سره د مختلفو ډلو د ګډ برخليک ټولنې جوړې کړې دي. دغه نظريې هم څو ځلې د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک او څو اړخيز سندونو کې ليکل شوې او د نړيوال اهميت لرونکي ډېر مهم عام توليدات ګڼل کېږي. چين د کمبوديا، لاوس، ميانمار، اندونيزيا، ټايلنډ، مالزيا، پاکستان، مغولستان، کيوبا، جنوبي افريقا او ويتنام په شمول له زياتو هېوادونو سره د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په هکله عملي پلانونه، ګډې اعلاميې او مهمې ګډې نظريې خپرې کړې، چې په نوې زمانه کې د هېوادونو تر منځ د اړيکو ښې نمونې يې جوړې کړې دي.
د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه تر ټولو مخکې شوې، له دې وروسته د چين او عربي هېوادونو، د چين او لاتيني امريکا، د چين او د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو، د چين او اسيان او د شانګهای همکارۍ سازمان، د چين او د منځنۍ اسيا په شمول د ګډ برخليک ټولنې په ثابته توګه جوړې شوې، چې دغه نظريې د نړيوالو لخوا په پراخه توګه منل شوې او د دې نظريې د پلي کولو کارونه په پر له پسې توګه ټينګ شوي.
د برېټانيې د نړيوالو اړيکو کارپوه کيټس بينيټ وويل، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې د تاريخي پرمختګ په بهير کې د انسانانو په فلسفي فکرونو کې ځیرکې نظريې په ميراث اخيستل شوې، چې د چين عنعنوي ځیرکې نظريې او مارکسيزم شامل دی او د اوسنۍ نړۍ له حقيقت او وړتياوو سره هم سمون لري.
ټولې نړۍ ته په کتو، لا زياتو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په قطر کې ګډون کړی. دغه نظريې د لا زياتو هېوادونو او خلکو پېژندنې او ملاتړ تر لاسه کړی. دا د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ لپاره سمه لاره ده، په دې ګردې کرې کې د انسانانو ګډ راتلونکی هم دی.































