د چين د دولت رئيس شي جين پینګ ځانګړي استازي او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستیال وانګ دونګ مينګ د جنورۍ په لسمه نېټه د وينزيلا د حکومت په بلنه د دې هېواد په پلازمېنې کاراکاس کې د ولسمشر مادورو د ماموريت د نوې دورې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ. تر مراسمو وروسته مادورو په جمهوريت ماڼۍ کې له وانګ دونګ مينګ سره وليدل.
وانګ دونګ مينګ وويل چې چين غواړي له وينزویلا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي، ور سره عنعنوي دوستي لا ټينګه کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره هڅې وکړي تر څو خلک يې له ګټو برخمن شي.
مادورو وويل چې وينزويلا له چين سره د هر اړخيزو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، د کليدي ګټو د ساتلو لپاره له چين څخه ملاتړ کوي او غواړي په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي، د حکومتولۍ په برخه کې له چين سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د نوي پرمختګ د موندلو لپاره هلې ځلې وکړي.































