د ټیسلا په نوم موټر جوړولو شرکت د ۲۰۲۵م کال په پیل کې په نړیواله کچه د خپلو محصولاتو د تېر کال د پلورلو پایلې اعلان کړې. که څه هم له ۲۰۱۱م کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه د موټر جوړولودغه شرکت د محصولاتو د پلورلو اندازه کمه شوې، خو د چین په سترې برخې کې یې د پلور اندازې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۸ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوالی موندلی. تېر کال په چين کې د ټیسلا شرکت له خوا د تولید شویو برقي موټرو پلورلو اندازه له ۶۵۷ زرو عرادو څخه ډېره وه چې نوی تاريخي ریکارډ جوړوي او دا شمېره په نړۍ کې د دغه شرکت د محصولاتو د پلورلو د عمومي اندازې ۳۶ اعشاریه ۷ سلنه برخه نیسي.
په چین کې د دغه شرکت د پلورل شویو محصولاتو له اندازې څخه څرګندېږي چې د چین د بازار ثابت پرمختګ دوی ته اهمیت لري .
ځینې خلک وايي چې د ټیسلا شرکت د مشر ایلون مسک د فکر په واقعیت بدل د چین اکمالاتي ځنځير ته اړتیا لري. د ټیسلا لپاره چین نه یوازې یو مهم بازار دی، بلکې د تولید اډه او د پلور سیمه ییزمرکز هم دی. د چین قوي بنسټیز تاسیسات، د کارکوونکو غوره والی او بشپړ اکمالاتي ځنځير ټول د ټیسلا له خوا د بریالیو چیني کیسو اړینې ستنې دي. په ۲۰۱۹م کال کې د چین په شانګهای کې د ټیسلا فابریکې له رسمي کار پيلولو راهیسې، د چین پر بشپړ اکمالاتي ځنځير او د لومړۍ درجې ځيرک تولیدي توان باندې تکیه کړې ترڅو په اوسط ډول په څه باندې ۳۰ ثانیو کې یو بشپړ موټر تولید کړي. په دې وروستیو کې، په شانګهای کې د ټیسلا دویمه فابریکه هم بشپړه شوې او د ازمايښتي تولید يې پیل شوی. په چين کې د ټيسلا برياليتوب د چين او امريکا د ګډو ګټو د موندلو په بهیر کې يوه روښانه بېلګه ده.
په چین کې د ټیسلا بریالۍ پانګه اچونه یوه جلا قضیه نه ده، اوس له ۷۰ زرو څخه زیاتو امریکایي شرکتونو په چین کې پانګونه کړې او د محصولاتو د پلور کلنۍ اندازه يې له ۶۰۰ ملیارډو ډالرو څخه ډېره ده. حقایقو ثابته کړې چې پر چین د واشنګټن سوداګریز بندیزونه او د ټېکنالوژۍ محدودیتونه د خلکو ملاتړ نه لري او دوی نشي کولی په چین کې د امریکايي شرکتونو د پانګونې مخه ونیسي، دا د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ لپاره د ګډو ګټو د اصلي بڼې لخوا ټاکل شوې.
پر ټیسلا سربېره، د BYD، NIOاو Xpeng په شمول د چین برقي مټرونه هم په بهر کې ډېر ښه پلورل شوي. په ۲۰۲۴م کال کې، د چین د برقي موټرو تولید د لومړي ځل لپاره له ۱۰ میلیونو څخه زیات شي. دا به نه یوازې په چین کې د ټیسلا بریا وي، بلکې په بهرنيو بازارونو کې د چیني برقي موټرو شرکتونو بریالۍ پراختیا دا ښیې چې د نړیوال کیدو تمایل د اقتصادي پرمختګ د قوانینو له مخې ټاکل کېږي او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه د خلکو ملاتړ نشي ترلاسه کولای.
































