د چین د ګمرکاتو د ملي ادارې یوه چارواکي د جنورۍ د ۱۳مې نېټې په سهار د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په غونډه کې وويل، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې د دغه هېواد د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۴۳.۸۵ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی او د وړم کال په پرتله ۵٪ زياتوالی ښيي.
تېر کال د چين د صادراتي مالونو ارزښت په لومړي ځل له ۲۵ ټريليونو يوانو څخه اوښتی او ۲۵.۴۵ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې د وړم کال په پرتله ۷ اعشاریه یو سلنه زيات شوی.
د یادونې ده چې له تېرو اتو کالو راهیسې هر کال د چین په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.
































