د جنورۍ ۶مه د چين د شيځانګ سيمې د ژي کاځه په دینګ ژي ولسوالۍ کې د ريکتر ۶.۸ درجې زلزله وشوه چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.
له دې زلزلې اووه ورځې وروسته د تبت د ژي کا ځه ښار په دينګ ژي، لا ځي او دينګ جيې ولسواليو کې د زلزلې قربانيانو د ماتم مراسم ترسره شول.
له بده مرغه په دې زلزله کې ټولټال ۱۲۶ وګړي مړه شوي.
تر اوسه پورې، ۴۰۷ وګړي په بریالیتوب سره ژغورل شوي، د زلزلې له امله له ۴۷۵۰۰ څخه ډېر اغیزمن وګړي په خوندي ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي. اوس مهال، سيمه ييز چارواکي هره هڅه کوي چې خوندي سیمو ته د کسانو د بېرته انتقال او لنډمهاله مېشتېدنې چارې همغږې کړي تر څو اغېزمن وګړي ژمی په تودوخه کې تير کړي. د دې تر څنګ، له ناورين وروسته بيا رغونه هم د ګړندۍ تر سره کېدو په حال کې ده.
































