د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د ګرینادا له صدراعظم داکون میتچیل سره وکتل.
شي جين پينګ په دې لیدنه کې وویل، چین له ګرینادا څخه ملاتړ کوي چې د خپلو حالاتو له مخې د پرمختګ لاره انتخاب کړي، چین غواړي له ګرینادا سره په مختلفو برخو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي. د چین په پرمختګ سره به د ګرینادا په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته ګټور فرصتونه برابر شي، چین دې ته په تمه دی چې د نوې انرژۍ، زرغون پرمختګ او ډیجټلي اقتصاد په شمول ساحو کې له ګرینادا سره همکارۍ ولري.
ښاغلي دیکون وویل، ګرینادا له چین سره په اړیکو کې ډېرې ګټې تر لاسه کړې او غواړي لا زیاتې همکارۍ ورسره وکړي. چین د هر هېواد د حاکمیت او خاورو بشپړتیا درناوی کوي. ګرینادا به له چین سره ودرېږي، د ګردې نړۍ د امنیت، پرمختګ او تمدن د ساتنې په موخه مطرح شوي وړاندیزونه به ښه تطبیق کړي چې د نړۍ سوله او ثبات تامین شي.
































