د زابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۳ هجري کال په تېرو درېیو ربعو کې ۲۱ میلیونه افغانیو عواید راټول کړي دي. د یاد ریاست مسوولین وایي، دغه عواید یې د پېژندپاڼو د وېش له دوو مرکزونو او نورو اړوندو برخو څخه ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د مسوولینو په خبره، په زابل ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او د ورځې لسګونه کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو خدمات وړاندې کېږي. د یادولو وړ ده، چې دغه لړۍ د زابل ولایت په دوو مرکزونو کې فعاله ده او د خلکو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره په منظمه توګه خدمات وړاندې کوي.
































