د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د جنورۍ په ۱۳مه نېټه وویل چې د بایډن ادارې په همدې ورځ د مصنوعي ځيرکو محصولاتو پر صادراتو د بندیز لګولو اقدامات خپاره کړي او پدې سره يې د چيپونو او يو شمېر نورو مصنوعي ځيرکو محصولاتو پر صادراتو لازيات محدوديتونه لګولي دي. هغه ویلي چې د بایډن ادارې چین ته پر صادراتو د بندیز لګولو له اقداماتو ناوړه ګټه اخیستې او د هیوادونو ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګریزې اړيکې يې له ډېرو خنډونو سره مخ کړې دي.
د سرچینې په وینا دا به هم د بازار قوانین او هم نړیوال اقتصادي او سوداګریز نظم خراب کړي، نړیوال ساینسي او ټیکنالوژیکي نوښت به اغیزمن کړي او د امریکايي تصدیو په شمول د بېلابېلو هېوادونو د شرکتونو ګټو ته به ډېر زيانونه ورسوي. چین به د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره اړین اقدامات غوره کړي.































