د لاس انجلس په شاوخوا کې لګېدلی اور مړ کېدونکی نه دی. له کبله یې د مړو شمېر په يوه اونۍ کې ۲۴ تنو ته ورسېد او اټکل دا دی چې دا شمېرې به په راتلونکو ورځو کې لا پسې لوړې شي. لسګونه زره کسان بې کوره شوي او ځينې خو د اور له لمبو په داسې حال کې تښتېدلي چې پر تن له جامو پرته یې نور هېڅ شی هم نه دي ورسره اخيستي. د اور له کبله د اوښتو زيانونه کچه لا په کره ډول نه شي معلوميدای خو اکيو ويدر یې د ۱۵۰ ميلياردو ډالرو په شاوخوا کې اټکل کړی دی.
اوس په پرېکنده ډول سره ويلی شو چې لاس انجلس نور پخوانی لاس انجلس نه پاتې کيږي.
ورته افتونو ته به د فدرالي، ايالتي او ځايي حکومتونو او ادارو غبرګون هم بيا دا ډول نه وي. ژر به څرګنده شي چې د لاس انجلس اورلګېدنې ته حکومتي غبرګون څومره بد و. د نړۍ د تر ټولو غوره ښارونو له منځه په يوه ښار يا لاس انجلس کې تېروتنې په متحدو ايالتونو او ټوله نړۍ کې د حکومت پر ارادې شکونه راپورته کړي دي.
د اوروژنې لپاره د اوبو کمښت به له روان ناورين سره د مبارزې په برخه کې يوه بده ملي خاطره شي. يوه خبريال ليکلي چې د اطفائيې ذخيرې له اوبو تشې وې چې له کبله یې د اور د لمبو د پراخېدو په مخنيوي کې د اوروژونکو ډلو هڅې بې پايلې شوې. په حقيقت کې اوبه د اورلګېدنې له لومړيو ورځو يوه ستونزه وه. د سيمې د اوبو او انرژۍ د ادارې يوه انجنير په دې اړه د تأمل وړ توضيحات ورکړي او ويلي یې دي چې په يوه وخت په دومره ډيرو ځايونو کې اورونه ولګيدل چې د وژنې لپاره یې په لنډ وخت کې د اطفائيې د ټولو ذخيرو ډکول ناشوني وو.
که دغه ادعا هم ومنل شي، نو له هغو انځورونو چې ښيي الوتکې له پاسفيک سمندر څخه اوبه راوړي او د اور پر لمبو یې ور شيندي دا ثابتيږي چې له ياد تخنيک پرته به د لاس انجلس اور تر دې څومره ډير پراخ و.
په ورته مهال د لاس انجلس اورلګېدنې ته د حکومتي ادارو خپلمنځي غبرګونونه له ګواښلو ډک دي. ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کليفورنيا والي ګېوين نيوسام او د لاس انجلس ښارواله کارېن بېس سخت بې کفايته او پړه ګڼلي او په ورته مهال یې دا ادعا هم کړې چې د بېړنيو حالاتو د مديريت فدرالي ادارې په کافي اندازه پيسې نه درلودې او له همدې کبله یې له اړمنو سره مرستې نه دي کړې، (چې دا خبرې حقيقت نه لري).
د کليفورنيا والي او د لاس انجلس ښارواله ډيموکراټان دي او ټرمپ د ډيموکراټ ګوند پر غړو تر خپلې وسې د زړه بړاس وباسي. د هغه له توندو څرګندونو دا پوښتنه را پورته کيږي چې د جنورۍ په شلمه د لوړې تر مراسمو وروسته به د هغه حکومت له کليفورنيا سره څومره مرسته وکړای شي.
د ستونزې بل اړخ د ښاروالې کارين بېس او د اطفائيې د مشرې کريسټين کرولي تر منځ ناندرۍ دي. کرولي تر دې مهاله څو ځله په ملي او ځايي ټلويزيونونو کې ښاروالې ته د پړې ګوته نيولې چې په وينا یې د اطفائیې د بودیجې د کمښت منظوري یې ورکړې وه. هغې وويل چې د اطفائیې ادارې ته بايد کافي بودیجه ورکړل شي چې تر دې مهاله نه ده ورکړل شوې.
ښاروالې بيا له څو ورځو غيابت وروسته د روان اختلاف د هواري هڅه وکړه او ويې ويل چې اوسمهال د اور تر مړه کولو پورته بل هېڅ لومړيتوب نشته.
له تېرو څو ورځو راهيسې په لاس انجلس کې د روان وضعيت په تړاو بايد د حکومت د بې کفايتۍ پوښتنه وشي. په څرګنده که ووايو نو ډير خلک پوښتنه کوي چې د اورلګېدنې مسووليت د چا پر غاړه دی؟ فدرالي دولت له ناورينونو سره د مبارزې د څرنګوالي پرېکړه ايالتونو ته سپارلې ده، په دې مانا چې څنګ په څنګ پراته دوه ايالتونه اوريګن او کليفورنيا ښايي له چاپېريالي افاتو سره د مبارزې لپاره جلا فلسفې او تګلارې ولري.
فدرالي ادارې لکه د بېړني وضعيت د مديريت فدرالي اداره ډير لږ په دې برخه کې له اړمنو خلکو سره نېغه مرسته کوي او ټوليز مسووليت د ځايي ادارو پر غاړه وي. په دې مانا چې ايالتي او ښاري چارواکي بايد د بېړني وضعيت د مديريت فدرالي ادارې ته ووايي چې دوی څه غواړي. ځايي چارواکي له خپل دې واکه په دې توګه دفاع کوي چې په وينا یې دوی خپلې سيمې ښې پېژني. د دې اختلاف پايله دا وي چې د حکومت کفايت تر پوښتنې لاندې راشي.
لاس انجلس دی، که سکرمنټو يا واشنګټن، د اور د لمبو په پراخېدو سره پکې د حکومتي ادارو بې کفايتي را برسېره کيږي. هغه خلک چې په دې سخت حالت کې یې د حکومتي ادارو د غوره غبرګون تمه لرله، له وضعيته راضي نه ښکاري.































