د رسنیو د راپورونو له مخې دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو درانه او شدید راکیټي بریدونه وو. ویل کېږي چې په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. په بغداد کې د امریکا سفارت په شنه ساحه کې دی چې تر ټولو امنه ګڼل کېږي او د راکټ دفاعي سیستم هم لري. د امریکا سفارت بیا ادعا کوي چې دوی د دفاعي سیستم په مرسته دغه راکټ دفع کړي دي. په عراق کې په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا او وسله والو ملیشو ترمنځ سخت کشمکش دی چې څو ځله په همدې کشمکشونو کې د امریکا پر سفارت درانه بریدونه هم شوي دي.
































