د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې د جنوبي سمندرګي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل، د دې سمندرګي په اړه د چين حاکميت او اړوند حقونه له يوې اوږدې مودې راهیسې د تاريخي پروسې په ترڅ کې رامنځته شوي، کافي تاريخي او قانوني بنسټونه لري او له نړیوالو قوانینو او نړیوالو عملونو سره سمون لري. په اړوندو سمندري سيمو کې د چين د سمندري پولیسو ګزمې معقولې او قانوني دي او چين له فليپين څخه غوښتنه کوي چې له ناوړه عملیاتو لاس واخلي.
































