د اسعداباد ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د قیمتي ډبرو مارکیت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د اسعداباد ښاروال نظرمحمد عتیق ویلي، چې دغه مارکیت د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت په پنځه پوړونو کې جوړ شوی، چې ۴۰ خونې او نورې اسانتیاوې هم لري. عتیق زیاته کړه چې دغه پروژه نه یوازې د اقتصادي پرمختګ سبب ګرځي، بلکې د دې سره به د سیمه ییزو وګړو لپاره د روزګار نوي فرصتونه هم رامنځته شي. د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو مارکیت به په کونړ کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره نوي امکانات رامنځته کړي او د ځايي سوداګرو د اقتصاد په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
































