د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په ناوې ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست رییس محمد قاسم امیني وویل، چې په ناوې ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت په لمریزې برېښنا سمباله د اوبو رسولو یوه شبکه رغول شوې چې د سیمې ۳۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي. د نوموړي په وینا په دې پروژه کې د ۶۰ زره لېټره په وړتیا د یوې ذېرمې جوړول، او کور په کور د ۱۳۷ نل لیکو نښلول هم شامل دي.
































