په دې وروستیو کې اروپا کې پر کرونا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی، له دې سره هممهاله روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې ښایي د روان کال په راتلونکي دوه اوونیو کې د همدې ناروغۍ له امله د مړینې کچه لوړه شي. د یاد سازمان د اروپایي څانګې مشر هنس کلوګه فرانس پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د اروپایانو لپاره خواشینونکی خبر دا دی چې ښایي په راتلونکي دوه اوونیو کې په ټوله اروپا کې د مړینې کچه لوړه او وضعیت نور هم خراب شي.
































