ایران وایي د نړیوالو ځواکونو او ملګرو ملتونو له حضور سره سره په افغانستان کې د نشه يي توکو په کاروبار او کرکېله کې پنځوس سلنه وده د جدي اندېښنې وړ ده. د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ایراني چارواکي وایي له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور لري نه یوازې چې ددوی له حضور سره د نشه يي توکو کرکېله کمه شوې نه ده، بلکې پنځوس سلنه ډېروالی پکې راغلی دی. د سرچینې په خبره دا مسئله د جدي پوښتنې وړ ده او ملګري ملتونه باید په خپلو راپورونو کې دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي. ایران وایي په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروبار پراخ شوی دی چې ددغه توکو ډېره برخه ایران او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي. ایران او روسیې تر دې وړاندې د امریکا استخباراتي ادارې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېلې بللې وې.
































