د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين د اروپايي شورا له رئیس کوستا سره تيلېفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ کوستا ته د اروپايي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو په پار يوځل بيا نوموړي ته مبارکي وويله او هيله يې وښوده، چې چين او اروپا د خپلمنځي اړيکو تجربې ته بيا کتنه وکړي او ورڅخه الهامونه واخلي او سياسي بنسټ يې وساتي، څو دغو اړيکو ته مثبت پرمختګ ورکړي او خلکو ته زياتې ښېګڼې او متزلزل نړيوال وضعيت ته ثبات او ټیکاو برابر کړي.
کوستا وويل، ۲۰۲۵م کال د اروپا او چين د اړيکو ۵۰ مه کليزه ده او اروپا غواړي له چين سره په ګډه دغه مهم کال ولمانځي، خپلمنځي خبرې زياتې کړي، متقابل اعتماد او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د خپلمنځي اړيکو لپاره لاښه فصل پرانيزي.































