د امریکا د حکومت لخوا د تعرفو د جګړې د نوي پړاو پیلولو له امله د دغه هېواد عامې کورنیو کې اندیښنې ورځ تر بلې زیاتېږي. د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاو د ۲۰۱۸م کال په مارچ کې اعلان کړ چې له چین څخه په وارد شویو توکو باندې به تعرفې زیاتې کړي چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې شخړې رامنځته شوې. له ۲۰۲۱م کال راهیسې، د جو بایډن حکومت د یادې تګلارې پلي کولو ته دوام ورکړی. د تېر کال په نومبر کې، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې هغه به د خپل کار په لومړۍ ورځ د چیني توکو د ۱۰ سلنې اضافي تعرفې د لګولو لپاره فرمان صادر کړي. د تېرو څو کلونو حقایقو ثابته کړې چې له چین سره د امریکا د تعرفو جګړه هم نورو او هم خپله امریکا ته زیان رسوي او دا کار به تر ټولو ډېر زیان د امریکا خلکو او تصدیو ته ورسوي.
په دې وروستیو کې ، CNN د واشنګټن ایالت د تاکوما ښار اوسیدونکي هرشل ویلسن کیسه خپره کړه . هغه د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو راهیسې د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت توکي ذخیره کړي او پلان لري چې تر دې وروسته په هره میاشت کې د توکو د ذخیره کولو لپاره اضافي ۱۰۰ ډالره ولګوي، ځکه چې هغه اندیښنه لري چې د امریکا حکومت د تعرفې یادې تګلارې له پلي کېدو وروسته به دی لاډېر قیمت ورکړي. په تېر دسمبر کې د امریکا د ۲۰۰۰ اوسېدونکو نظر سنجۍ ښودلې چې د هغو خلکو په شمېر کې یو پر درېیمه برخه زیاتوالی راغلی چې د تعرفو لوړولو د راتلونکې په اړه ویره لري.
ډېرې څېړنې ښیي چې د تعرفې فشار بالاخره امریکایي مصرفوونکو ته متوجې کېږي. د شیکاګو پوهنتون لخوا تر سره شوې یوې وروستۍ نظر سنجۍ ښودلې چې شاوخوا ۹۸سلنه اقتصاد پوهان پدې باور دي چې د تعرفو لوړېدو تر ټولو ډېر بار به د امریکایي مصرفوونکو پر غاړه وي. د Moody’s شرکت د پخوانیو اټکلونو له مخې، د امریکا مصرفوونکي په چین باندې د اضافي تعرفو لګولو ۹۲ سلنه بیه پرې کوي او هره امریکايي کورنۍ د تعرفو له امله په هر کال کې ۱۳۰۰ اضافي ډالره مصرفوي.
په جرمني کې د امریکا د سوداګرۍ ټولنې رئیس سیمون مین وویل، کله چې یو هېواد د خپلې سوداګرۍ د ساتنې لپاره د تعرفو کارولو هڅه کوي، دا به د بیو لوړېدو او د توکو په تبادله کې د ستونزو لامل شي. دا ډول خنډونه کولی شي د اقتصادي ودې مخه ونیسي.د امریکا د تعرفې د زیاتوالي بله موخه د تولیدي چارې بیا رغونې ته وده ورکول دي، خو په حقیقت کې دا موخه ناکامه او پایله یې منفي ده. د امریکا د “نیوزویک” په شمول ځینې رسنۍ په دې باور دي چې تعرفې نشي کولی د دغه هېواد تولیدي چارې بیرته راژوندۍ کړي، خو د دې پرځای به د “امریکایي تولیداتو بیا ژوندي کولو” مخه ونیسي.
د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو په توګه، چين او امريکا څنګه له يو بل سره اړيکې او تماس نه لري؟ واقعيتونو ډېر ځله ثابته کړې چې د چين او امريکا برياليتوبونه د يو بل د ننګونو پر ځای د فرصتونو رامنځته کېدل دي. موږ هيله لرو چې د امريکا نوی حکومت په جدي توګه فکر وکړي، معقولې پرېکړې وکړي، له چين سره پر سمې لارې روان شي، د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاري وکړي او يو بل او نړۍ ته ګټه ورسوي.































