د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولايت کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی دی. د مسوولینو په خبره د شامیر صاحب کانال د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۲۷۱ متره په اوږدوالي، دوه نیم متره په لوړوالي، او دوه متره په پلنوالي سره جوړ شوی دی. د شامیر صاحب کانال د ملکي روغتون اوبه د ښار عمومي کانال سره نښلوي. د مالوماتو له مخې د یاد کانال د جوړولو په مهال ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه. د غزني ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په غزني کې د یونپس نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ یو شمېر نورې پروژې هم تر کار لاندې دي، چې د ځینو یې چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
































