د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید یو ځل بیا له اسراییل سره خپلې اړیکې د سیمې امنیت او ثبات په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده، هغه قوتونه چې هڅه کوي سیمه د خپلو ګټو لپاره ناامنه کړي ژر به له ماتې سره مخ او د خپلو کړنو پور پرې کړي. الجزیره ټلویزیون د نوموړي له قوله ویلي چې فلسطین هم باید له فرصت په استفادې له اسراییل سره د خبرو مېز ته کېني او ټولې ستونزې ورسره د خبرو له لارې حل کړي. بن زاید زیاته کړې، اسراییل له اماراتو سره تر هوکړې وروسته د فلسطیني خاورې د درېیمې برخې اشغال طرحې پلې کېدل درولي دي خو اسراییل بیا ویلي چې دوی تر اوسه د یادې طرحې درولو او یا پلې کېدلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
































