د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جنورۍ په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او مرستيال رئيس هان جنګ به د امريکا پلازمېنې واشينګټن ته ولاړ شي او د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه به د دغه هېواد د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ده دغه راز ویلي، چين تل له امریکا سره اړیکو ته د متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او همکاريو پر بنسټ پرمختګ ته پام کړی دی.
هغه زیاته کړه چې چين غواړي د امريکا له نوي حکومت سره خپلمنځي ډيالوګ او تګ راتګ پياوړی کړي، خپلمنځي اختلافونه به په ښه توګه تر کنټرول لاندې ونيسي، خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي، تر څو د چين او امريکا تر منځ اړيکې په ثابت، سوله ییزه او دوامداره توګه پرمختګ وکړي او د نوې زمانې لپاره به د چين او امريکا تر منځ د تګ راتګ مناسبې لارې ومومي.































