اسرائيل او د فلسطين حماس د جنورۍ په ۱۵مه نېټه په غزې تړانګه کې د اوربند په هکله موافقې ته ورسېدل. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګو جيا کون د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د بنديانو د تبادلې له لارې د غزې په تړانګه کې د اوربند او د بنديانو د تبادلې تړون هرکلی کوي.
وياند ګو جيا کون وويل، چې د غزې په تړانګه کې د شخړې له رامنځته کېدو راهيسې چين پر بېلا بېلو خواوو غږ کړی، چې اوربند وکړي او د ترينګلو حالاتو د ارامتيا، د ملکي وګړيو د ساتنې او د بشري مرستې د تر سره کولو لپاره کارونه تر سره کړي. چين د اوربند تړون د تطبيق پلويتوب کوي او هيله لري، چې غزې ته بشري مرستې برابرې کړي او له شخړې وروسته د بيا رغونې لپاره رغنده هلې ځلې وکړي.































