د چين د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي ادارې مشر او د دغه وزارت وياند وو چيان د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په سهار په يوه خبري ناسته کې د وروستیو نظامي چارو په اړه د خبريالانو پوښتنو ځوابونه کړي دي.

نوموړي د لای چينګ ده بې ځايه او ناوړه وينا غندلې او ويلي يې دي، چې د (( قاهره اعلاميه )) او (( پوسټام اعلاميه)) په شمول د نړيوالو قوانينو سندونو دا تائيده کړې، چې بېرته د چين له سترې برخې سره د تايوان سيمې يو ځای کېدل له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظام مهمه برخه ده. تايوان د چين يوه برخه ده او په نړيوالو قوانينو کې هيڅ نور مقام نه لري.
وو چيان ويلي، چې د لای چينګ ده په مشرۍ ادارې له بهرنيو قوتونو سره په سازش له چين څخه د تايوان سيمې د بېلتون لپاره پاروونکې کړنې لرلي، چې د تايوان تنګي حتی د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې او ثبات د خرابولو اصلي سبب کيږي.
وو چيان پر دې ټينګار کړی، چې د چين ولسي ازادي بښوونکی پوځ به د ملي يووالي لپاره د تايوان بېلتون غوښوونکو ته کلکه ضربه وکړي.
ده ویلي: موږ پوره باور لرو، چې تايوان به بېر ته د چين له سترې برخې سره يو ځای شي او لا ښه راتلونکی به خپل کړي.































