د چين د احصائيې ملي ادارې د ابتدايي شمېرې سره سم، په ۲۰۲۴م کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۳۴ ټريليونه ۹۰۸ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی او دغه رقم د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۵٪ زياتوالی ښيي.

د بهرني فشار او داخلي ستونزو د زیاتیدو په شرایطو کې، د چين د ۲۰۲۴م کال عمومي اقتصادي توليد د لومړي ځل لپاره له ۱۳۰ ټريليونو يوانو څخه اوښتی دی او پیمانه یې په نړۍ کې دوهم مقام نيسي.
د نړۍ په کچه د چين د اقتصادي وده په عمده اقتصادونو کې مخکښ ځای لري او د نړيوالې قتصادي ودې لپاره يوه مهمه سرچینه ده.































