د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چين او فليپين تر منځ د دوه اړخيزې سلامشورې ميکانيزم ۱۰مه غونډه د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې وشوه. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير چن شياو دونګ او د فليپين د بهرنيو چارو مرستيال وزيرې لازارو په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.

دواړو خواوو د جنوبي سمندرګي د وضعيت په اړه په آزاده او رغنده توګه نظرونه تبادله کړل. چين په دې وروستيو کې پر خپلو سمندري حقونو د فليپين له يرغلیزو او پاروونکو کړنو سره ټينګ مخالفت کړی.
چین دغه راز له فليپين څخه غوښتي چې فليپين بايد د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو د چلندونو اعلاميه په ټینګه مراعات کړي، له چين سره دې د ډيالوګ او مشورې له لارې خپلمنځي اختلافونه حل کړي، د سمندر وضعيت دې په ګډه اداره کړي او خپلمنځي اړيکې دې ژر تر ژره بېرته سمې لارې ته برابرې شي.
دواړو خواوو د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات د ساتلو پر اهميت ټينګار کړی. دواړو هېوادونو دا نظر ښودلی چې د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات د چين او فليپين په شمول د سيمې د هېوادونو په ګټه دی او دې ته يې موافقه کړې، چې دواړه هېوادونه به د سمندر په اړه خپلمنځي ډيالوګ او مشورې پياوړې کړي، د سمندر په اړه شخړې او اختلافونه به په ښه توګه حل کړي او د سمندري پوليسو، د سمندري ساينس او تيکنالوژۍ او چاپيريال ساتنې همکارۍ به پياوړې وکړي.































