شي جين پینګ په پیغام کې ليکلي چې د چين او کرواتيا ترمنځ عنعنوي دوستي ټينګه ده. دواړه هېوادونه يو د بل درناوي کوي او د متقابل باور پر بنسټ ښه دوستان او ملګري دي. له وروستيو کلونو راهيسې دواړو خواوو په باکيفيته توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره هڅې کړې او په پرانيستې رويې سره يې د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړو برياليتوبونو د ګټلو د روحيې په رڼا کې په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې او له دې څخه د دوه اړخيزو اړيکو حیاتي ځواک ښکاري. شي جین پينګ ویلي: زه د چين او کرواتيا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ولسمشر ميلانويچ سره د عصريتوب ته د رسېدو لپاره ګډې هڅې وکړم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريزو اړيکو نوی پرمختګ پيل کړم.































