نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوحه کې د طالبانو او افغان دولت لومړنۍ ناستې ته کتنه کړې ده. په دې اوږده لیکنه کې راغلي، له اوږده ځنډ وروسته قطر کې د افغان دولت او طالب پلاوي لومړنۍ ناسته ترسره شوه. لیکنه کاږي، ترسره شوې ناسته په دې ډول پیل شوه، چې لومړی د طالب پلاوي مرستیال شیر محمد عباس په تالار کې د خبریالانو او کېمرو له حضور سره مخالفت لاره. بلخوا له کابل څخه تللي پلاوي کې بیا پر پروتوکول او دا چې څوک به چېرته کېني او څوک به وینا کوي د نظر اختلاف موجود وو. د لیکنې وروستۍ برخه کې راغلي، د افغان دولت پلاوي کې اختلافاتو تر اخري شیبو دوام لاره چې دې چارې کوربانه او د نورو هېوادونو ډیپلوماټان ناهیلي کړي وو.
































