د فراه ولایت په مرکز کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څارويو د حلالولو لپاره د يوه معياري مسلخ او ګنج جوړولو چارې پيل شوې دي. د فراه ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امر انجنیر شاه محمود جلالي ویلي،چې دغه مسلخ د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت په اتمه ناحیه کې پر ۴۵ جریبه ځمکه د یوه مسلخ او ګنج د جوړولو چارې پيل شوي چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې دغه پروژه د حلقوي بلوار سړک شمالي لوري ته، د ښار له مرکزي سړک څخه يو کیلو متر لرې موقعیت لري، چې د څارویو د حلالولو او د پېر او پلور لپاره به یو معیاري ځای وي.
































