د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ، د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي تو لام او د دغه هېواد د دولت رئيس لونګ چونګ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د چين او ويتنام ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې دا په ډاګه کړې، چې چين او ويتنام سوسياليستي ښه ګاونډيان دي او ستراتيژيک ارزښت لرونکی ګډ برخليک شريکوي. شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له نوموړو دواړو مشرانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې او د دواړو خواوو د کلتوري تبادلې کال په رڼا کې خپلمنځي ستراتيژيک متقابل باور لا ټينګ کړي، د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د خلکو د ښېګڼو د زياتوالي لپاره ګډې هڅې وکړي او د نړيوالو سوسياليستي چارو او د انسانانو د پرمختګ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي.































