د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه لوړه کړې. د ده په مشرۍ د واشنګټن راتلونکو ډيپلوماتیکو تګلارو او په تېره بیا د چین پر وړاندې تګلارې يې د نړیوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده.
اوسمهال نړیوال وضعیت ترینګلی دی، نو په داسې حال کې د چین او امریکا د نوې دورې اړیکې به پر کوم لوري روانې وي؟
چین له امریکا سره د اړیکو په برخه کې څرګند دريځ غوره کړی او پر دې ټينګار لري، چې دواړه هېوادونه دې دوستانه او همکاریزې اړیکې وساتي، د توپیرونو په موجودیت کې دې ورته والي ولټوي او یو له بل سره دې مرستې وکړي، څو خپلمنځي اړیکې یې ښه پرمختګ ومومي. که دواړه هېوادونه یو بل ته د سیال او دښمن په سترګه ګوري، نو بې له شکه دواړه به یې زيانونه ګالي، اړیکې به يې له ډېرو ستونزو سره مخ وي او حتی شاتګ به وکړي.
که د چین او امریکا د نیمې پېړۍ اړیکو او د لویو هېوادونو تاوتریخوالي ته ځغلنده کتنه ولرو، نو ډېرې لوړې ژورې به وګورو او دې پايلې ته به ورسېږو، چې دغه دواړه هېوادونه باید یو بل ته د درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي.
چین او امریکا په ګډو همکاريو لوی کارونه ترسره کولی شي، خو که شخړې ته مخه کړي، نو دواړو هېوادونو ته به سخت زیانونه ورسېږي او حتی پر نړیوالې ټولنې به هم بد سیوری وغوړوي او کوم هېواد به په امن کې پاتې نشي.
امریکا او چین د نړۍ دوه لوی اقتصادونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي او هم اټومي وسلې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او تبادلې اړينې دي او که یو وغواړي بل ته بدلون ورکړي، دا چاره ناشونې او له امکانه لرې ده او بل نړيوالې ټولنې ته هم د دواړو هېوادونو د احتمالي شخړو زيانونه هم د منلو نه دي.
چین امریکا خپل سیال نه بولي او پر دې باور لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د زيرو- سم لوبه يا سړه جګړه نه ده او له کلونو راهیسې يې ګټې يو بل پسې تړلې دي.
شمېرې ښيي، د چین او امریکا سوداګریز ارزښت له ۶۶۰ میلیارډه امریکايي ډالرو څخه اوښتی، په چین کې د ۷۰ زرو امریکايي کمپنیو کلنۍ ګټې ۵۰ میلیارډو ډالرو ته رسېدلي او دغه هېواد ته د امریکا په صادراتي چارو کې امريکايانو ته کابو ۹۳۰ زره دندې برابرې شوې دي. ویلی شو، د چین او امریکا سوداګرۍ د امریکې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته سترې ګډې رسولي دي او په ورته وخت کې د دغه هېواد بازار ته د چیني تولیداتو په داخلېدو سره نه یوازې امریکايي مشتریانو ته ډېر انتخابي توکي وړاندې کېږي، بلکې د دوی د ژوند لګښت هم ورسره کم شوی دی.
په امریکا کې د چیني تصدیو پانګونې نه یوازې ځايي خلکو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي، بلکې د ځايي اقتصاد سمسورتيا او ابادي یې هم هڅولې ده.
د نظامونو توپير د چین او امریکا د مقابلې سبب نه ګرځي.
نړۍ د چین او امریکا ګډ پرمختګ او سمسورتیا منلی شي. چین د پرانیستې او سمسورې امریکې هرکلی کوي او امریکا هم باید د سولې، ثبات او سمسورتیا لرونکي چین هرکلی وکړي. چین د امریکې پر وړاندې مسلسلې او ثابتې پالیسۍ ساتلي او تل يې پر دغو اصولو ټينګار کړی، چې له امریکا سره به د اړیکو ثابت پرمختګ وهڅوي، د خپل حاکمیت، امنیت او د پرمختګ ګټې به وساتي او د دواړو هېوادونو د خلکو عنعنوي دوستي به پراخه کړي.
چین هیله ښودلې، چې د امریکا نوی حکومت به ورسره پر يوه لوري ګامونه واخلي، خپلمنځي تبادلې به ورسره زیاتې او توپیرونه به ښه کنټرول کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ به ورسره همکارۍ او اغېزمنې تبادلې وکړي او اړیکې به يې ښه پيل ولري.
































