د چين د دولت رئيس شي جین پينګ ځانګړي استازي او مرستيال هان جنګ د جنورۍ په ۱۹ مه نېټه په واشينګټن کې د امريکا د منتخب ولسمشر ټونالډ ټرمپ له مرستيال جامس دېويډ وانس سره وکتل.
هان جنګ د امريکا د مرستيال ولسمشر په توګه د وانس د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته مبارکي وويله او زیاته يې کړه، چې د چين دولت رئیس شي جین پينګ پدې وروستيو کې د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تيلېفوني خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکې مرحلې د پرمختګ په اړه مهمې موافقې ته رسېدلي دي. چين غواړي له امريکا سره د دواړو مشرانو موافقه ښه عملي کړي او خپلمنځي اړيکو ته ثابت، سالم او دوامدار پرمختګ ورکړي.
وانس وويل، چين په نړيوالو چارو کې ورځ تر بلې مهم رول لوبوي، امریکا غواړي له چين سره اړيکو ته دايمي او نتيجه لرونکی پرمختګ ورکړي، په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې خپلمنځي خبرې او همکارۍ پیاوړې کړي او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.































