په افغانستان کې د چين سفارت د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د چين د پسرلني جشن د لمانځنې مېلمستيا تر سره کړه او د چین ميډیا ګروپ د پسرلني جشن د هنري نندارې ټریلر په دې مېلمستيا کې نندارې ته وړاندې شو.

په افغانستان کې د چين سفير جاو شینګ په دې مېلمستيا کې ګډون وکړ او په افغانستان کې يې ټولو مېشتو چینایانو ته د اختر مبارکي وويله. هغه وویل، په تېر کال کې د چین د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د رئیس شي جين پینګ په مشرۍ د بېلا بېلو قومونو له خلکو سره يو ځای د ستونزو او مشکلاتو د حل لار موندلې ده او د چین او افغانستان دوستانه اړیکې ثابت پرمختګ کړی او دغه اړیکې د پرمختګ نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې مېشتو چینایانو، د چيني سازمانونو استازو او په دغه هېواد کې د نړيوالو سازمانونو استازو او چیني کارکوونکو په ګډون څه دپاسه سل تنو ګډون درلود.
































