د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې حکومت د کاري راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۴م کال کې د دې سیمې د غلودانو توليدي اندازه ۲۳ اعشاریه ۳ میلیارډ مليارډو کيلوګرامو ته رسېدلې چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۲۱ اعشاریه ۱ میلیارډ کيلوګرامه زياته شوې او په ملي کچه یې ۱۳م ځای نیولی دی. تېر کال په شينجيانګ کې د هر هکتار ځمکې د غلودانو اوسط حاصل ۵۲۵ کیلو ګرامو ته رسېدلی چې په هېواد کې يې د لومړي ځل لپاره لومړی مقام تر لاسه کړ. تېر کال په شينجيانګ کې د پنبې عمومي تولیدي اندازه ۵ اعشاریه ۶۸۶ میلیونو ټنو ته رسېدلې چې د دغه هېواد د عمومي تولیدي اندازې ۹۲ اعشاریه ۲ سلنه يې نیولې ده.
تېر کال په شينجیانګ کې د ډبرو خامو سکرو تولیدي اندازه ۵۴۱ میلیونو ټنو ته رسېدلې چې دا شمېر د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۱۷ اعشاریه ۵ سلنه زیات شوی او د ودې کچه يې په هېواد کې د ډبرو د خامو سکرو عمده تولیدونکو ولایتونو کې د پرله پسې ۴ کلونو راهیسې لومړی ځای لري. بر سېره پر دې، تېر کال شینجیانګ د اورګاډيو له لارې ۲۳۷ میلیونه ټنه توکي لېږدول شوي چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۱۰ اعشاریه ۶ سلنه زیاتوالی ښيي او د ودې سرعت یې په هېواد کې لومړی مقام نیولی دی.
































