د چين صدراعظم لي چيانګ او د افغانستان د سرپرست حکومت رئيس الوزرا محمد حسن آخوند د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټینګېدو د ۷۰ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پیغامونه واستول. لي چيانګ په خپل پيغام کې ليکلي، چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او دوستانه اړيکې يې لرغونی تاريخ لري. چين تل له افغانستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته يې درناوی کوي او د زړه له کومي هيله لري، چې افغانان ارام او نيکمرغه وي. چين غواړي له افغانستان سره ګډې هڅې وکړي؛ څو د خپلمنځي سياسي اړيکو د ۷۰ مې کليزې له فرصته ګټې واخلي، خپلمنځي دوديزه دوستي خپره کړي، متقابل درناوي او ملاتړ ته دوام ورکړي، عملي همکارۍ په پرله پسې توګه پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لازياتې ګټې ورسوي. محمد حسن آخوند په خپل پيغام کې د يادې کليزې په پار د چين حکومت او خلکو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې او څرګنده کړې يې ده، چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې لومړی يې د چين ولسي جمهوریت په رسميت پېژندلی. دواړو هېوادونو له ۷۰ کلونو راهیسې دوستانه همکارۍ ساتلې او په دې هڅه کې دي، چې د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ د دوستانه او همغږې اړيکې جوړې کړي او له ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي.































